پېنډۍ۔19اپرېل(اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل) 10 په لړ كښې لسم مېچ سبا (د اتوار په ورځ) د كراچۍ كنګز او اسلام آباد يونائيټډ ترمينځه په نيشنل اسټيډيم ٬ كراچۍ كښې كولې شي۔ د کراچی کنګز مشري نوموړے پخوانے آسټرېلوي بېټر ډېوډ وارنر كوي ٬ په نورو لوبغاړو كښې حسن علی، شان مسعود، ټم سیفرټ، جیمز ونس، اېم نبی او ایډم ملن شامل دے۔ كنګز په درې كښې دوه مېچونه ګټلي دي او په پوائنټس ټېبل په درېم لمبر دے۔ دفاعی چېمپئن اسلام آباد يونائيټډ به د آل راؤنډر شاداب خان په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې کولن منرو، جېسن هولډر، نسیم شاہ، صاحبزادہ فرحان، عماد وسیم او سلمان آغا شامل دے۔ اسلام آباد یونائېټډ اولني درې واړه مېچونه ګټلو سره په پوائنټس ټېبل تر ټولو وړاندے دے۔ مېچ لپاره ټولې تياريانې بشپړ كړې شوي دي او د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔