د كركيلې په څانګه كښې مخ په وړاندې تللو له به د اړوند ډلو رايو او وړانديزونو جاج اغستلو سره د بشپړه حكمت عملۍ د لارې استفاده كولې شي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كركيلې څانګه كښې خود كفالت ترلاسه كولو لپاره د كركيلې څانګه په نوې بنيادونو اودرولو ٬ د ځوانانو د صلاحيتونو او د تجربه لرونكو پوهانو د لارښونې په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې پاکستان ته پاك پروردګار ښېرازه زمكه ٬ د كركيلې پوهان او خواري كښ كروندګر وركړي دي٬ د كركيلې په څانګه كښې مخ په وړاندې تللو له به د اړوند ډلو رايو او وړانديزونو جاج اغستلو سره دې څخه د بشپړې حكمت عملۍ د لارې استفاده كولې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې ده دا خبره په هېواد كښی د كركيلې څانګې بحالۍ ٬ د جدت او تلپاتي پرمختګ هدفونو لاندې په زلمو زرعي پوهانو ، سائنسمدارو ، څېړنكارو ، کاروباری شخصیاتو او برآمدكنندګانو مشتمل د اعلی كچې مشاورتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک، د انفارمېشن ټېکنالوجی و ټیلی کمېونېکېشن وزير مملكت شزا فاطمه خواجه، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ او نورو يو شمېر پوهانو او اړوندو همكارانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په ننۍ غونډه كښې مونږ له كركيلې ته وده وركولو له د وړاندېزونو جاج اغستل دي۔ پاكستان يو زرعي هېواد دے٬ پاکستان ته پاك پروردګار ښېرازه زمكه ٬ د كركيلې پوهان او خواري كښ كروندګر وركړي دي۔ وزيراعظم ووئيل يو دور ؤ پاكستان په پومبا ٬ غنمو او يو شمېرو نورو غلو كښې خود كفيل ؤ۔ ده ووئيل زمونږ د غنمو في اېكټر پېداوار د پرمختګ كړې هېوادونو په مقابله كښې كم دے۔ مونږ پومبا درآمد كوو۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد 65 فيصده آبادي په كلي والو سيمو كښې پاتې كيږي۔ دا خبره د سوچ ده چې په كليوالو سيمو كښې د دې آبادۍ غوره ژوند او د ځوانانو صلاحيتونه په دغه سيمو كښې كارولو له كوم ګامونه پورته كړې شول؟ وزیراعظم ووئيل پاك پروردګار مونږ له بلها موقعې او صلاحيتونه راكړې دي بياهم د كركيلې په څانګه كښې چې بايد مونږ كوم پرمختګ كړے ؤ هغه مو نه دے كړے۔ مونږ ته نزدې او د نړۍ نور هېوادونه د كركيلې څانګه كښې زيات وړاندې تلې دي۔ وزیراعظم ووئيل د دې غونډې مقصد په دې څانګه كښې مخ په وړاندې تللو له د اړوندو ډلو رايې او وړاندېزونه اورېدل او دې څخه استفاده كول دي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د كركيلې پرمختګ لپاره يو څو مهمې څانګې په ګوته كړې په كومو كښې چې د بشپړه اصلاحاتو او په سائنسي بنيادونو د تګلارې خپلولو په حاجت زور راوړلے شو۔ د زرعی ډیجیټلائزېشن او د مصنوعی ذهانت د اطلاق لاندې په كلي والو سيمو كښې د سمارټ فون او د انټرنیټ شتون بهتر كولو، د كروندګرو مرکزی ډېټابېس جوړولو او د زرعی ان پټس ترسیل لپاره د بلاک چین او کیو آر کوډ سسټمز معارفي كولو وړاندېزونه وركړې شول۔ د تحقیق او پرمختګ په مېدان كښې د خاورې ښېرازۍ او صحت ته په پام ګرځولو ٬ د عصري سائنسی طريقو د لارې غذائیت لرونكي پېداوار ته په وده وركولو او د كروندګرو د كار استعداد زياتولو له د نجي او سركاري همكارۍ د لارې د تربيتي پروګرامونو په پېل كولو اتفاق وكړے شو۔ په دې مهال د قانوني او انتظامي اصلاحاتو په لړ كښې د حكومتي كردار يو وارې بيا په متعين كولو ٬ د سپېځلې رېګولېټری اډانې په تشكيل كولو او په پالېسۍ جوړولو كښې د پوهانو ٬ كروندګرو او اړوندو ډلو په شموليت زور راوړلے شو دغسې چې په زړه پورې نتيجې ترلاسه شي۔ د غونډې په پايه كښې ګډون كوؤنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې ځوانان د قامي زرعي پرمختګ برخه جوړولو ٬ سائنسي تحقيق ته ترجيح وركولو او د شريكو هڅو د لارې پاكستان د زرعي خودكفالت په لاره روانولو له به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ وزیرِ اعظم هدايت وكړو چې 5 واړو څانګو لپاره دې وركنګ كمېټۍ تشكيل كړې شي او په دوه اونو كښې دې د عمل وړ سفارشات وړاندې كړې شي۔