د ترهګرۍ په ضد رياستي ادارې په فعاله ډول متحرك دي: د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په دكي كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروايۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره په كارروايۍ كښې د برخه اخستونكي سي ټي ډي ٬ اېف سي او نورو ادارو ځوانانو مړانه ستائلې ده۔ د خالي په ورځ د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي په خپل بيان كښې ووئيل د ترهګرۍ په ضد رياستي ادارې په بشپړ ډول متحرك دي ، بلوچستان بې ثباتۍ سره د مخ كولو هر سازش به ناكام كولے شي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال ساتنې له حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ د ترهګرو د سهولت كارانو په ضد به هم بشپړه كارروائي كولې شي۔ میر سرفراز بګټي ووئيل امن دښمنه عناصر به په هېڅ صورت زغملې نه شي٬ په بلوچستان كښې د امن او پرمختګ سفر به په هر قيمت روان ساتلے شي۔