لاهور٬ د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو ويستلو كمپائن په تندۍ سره روان دے

لاهور۔18 اپرېل (اے پي پي) د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو د ويستلو كمپائن په تندۍ سره روان دے ۔ د وياند تر مخه لاهور كښې 5 او په ګرده صوبه كښې 46 هولډنګ سنټرز جوړ كړے شوي۔ د لاهور بشمول ټولې صوبې نه د افغانانو پشمول 10985 غبر قانوني مېشته غېر ملكيان ډي پورټ كړے شول۔ آئي جي پنجاب ډاكټر عثمان انور ووئېل د كمپائن په مهال 11 زره 643 نه زيات غېر ملكيان هولډنګ سنټرز ته رسولې شوي او 685 كسان په هولډنګ سنټرز پوائنتس باندې موجود دي۔ د نړيوال قانون تر مخه د غېر قانوني مېشته وګرو د ويستلو لړۍ روانه ده۔ ده ووئېل امنيت ټينګ دے او د ټولو غېر قانوني مېشته كسانو ويستل به باوري كولې شي ۔ دغسې د ويستلو په لړ كښې د بشري حقونو مكمل خيال ساتلے شي ۔