
اسلام آباد۔18اپریل (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د نادرا چارواكو او د خیبر پښتونخوا و پنجاب بار کونسلز استازو مهمه غونډه وشوه ۔ غونډه كښې وكيلانو د کمپیوټرائزډ رجسټریشن او د ووټر ویري فیکیشن په اړه د اقدامات جاج واغستلے شو ۔ د قانون و انصاف وزات وياند تر مخه غونډه كښې د نادرا او متعلقه بار کونسلز تر مينځه د مفاهمتي یادداښتونو (ایم او یوز) لاس ليك كولو پرېكړه وشوه د كومو تر مخه به چې د وکيلانو د رجسټریشن عمل پاك او د جدیدو تقاضو تر مخه مکمل کولې شي ۔ د قانون وزير ووئېل دا اقدام به نه يوازې ټاكنې پاكې او بې پرې كولو لپاره مرستياله وګرځي بلکې د وکيلانو ښېګړې لپاره به هم مهم پیش رفت ثابت شي ۔