
اسلام آباد۔18اپریل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سوات كښې د خوارجي ترهه ګرو خلاف به کامیاب آپریشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ خپل بیان كښې وفاقي وزير محسن نقوي د 4 خوارجو ترهه ګرو په وژلو د سکیورټي فورسز د پیشه ورہ صلاحیتوتو ستائنه وكړه ۔ده ووئېل امنيتي ځواكونو په مړانه 4 خوارجي ترهه ګر تر عبرتناک انجام ورسول او د هغوي ناوړه عزائم يې ناكامه كړل ، قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے ۔ ده واضحه كړه چې د خوارجو ترهه ګرو او سهولت کارو تر مکمل خاتمې به آپریشنز روان وي ۔ داخله وزير ووئېل پاکستان د امن ځائے جوړولو لپاره د پاکستان ځواكونه عزم لري ، خوارجي ترهه ګرو ته به د پټېدو ځائے نه تر لاسه نشي ۔