
اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د قامي اسمبلۍ غړي انجم عقيل ملاقات كولو كښې ده ته د وزارت په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د ده په مشرۍ كښې به د پاكستان رېلوے پرمختګ وكړي۔انجم عقيل ووئيل حنيف عباسي د پاكستان په رېلوے كښې انقلابي بدلون راولي٬د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې به د پاكستان رېلوے نوې اړه متعين شي۔وفاقي وزير د انجم عقيل مننه وكړه او د دې عزم پخلے يې وكړو چې هغه به د وزيراعظم وژن له مخې د پاكستان رېلوے يو مثالي اداره جوړولو لپاره خپل كردار ادا كوي ۔