ماسكو 18 اپرېل (اے پي پي)د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني وئېلي دي اسرائيل په غزه كښې به جنورۍ كښې د شوې جنګ بندۍ د لوظنامې احترام ونه كړو٬ د اے ايف پي تر مخه د قطر امير په ماسكو كښې د روسيه صدر ولاديمير پوتن سره ملاقات وكړو۔ د قطر واكمن چې د دغې لوظنامې مهم ثالث ؤ ووئېل لكه څنګه چې تاسو خبر يې مونږ څو مياشتې مخكښې يوه لوظنامه كړې وه خو د بده مرغه اسرائيل د هغې لوظنامې پاسداري ونه كړه ۔ شيخ تميم ووئېل قطر به د مختلف نقطه نظر لرونكې نزدې كولو لپاره هڅې كوي چې يوه داسې لوظنامه اوشي كومه چې د فلسطين اولس په خاص توګه د غزه اولس ستونزې ختمې كرې ۔ د روسيه صدر د فلسطين اسرائيل شخړې ختمولو لپاره د قطر د سنجيده هلو ځلو ستائنه وكړه او په دې شخړه كښې مرګونه يې يوه الميه وګرځوله۔ هغه ووئېل يو اوږد مهاله حل يوازې د ملګرو ملتونو قراردادونو په بنياد او دوه رياستي حل سره تعلق لري۔