
کوئټه 18 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفرازبګټي وئيلي دي د اړان پاکستان له مخې د ټاكلے شوو هدفونو سر كولو كښې به د بلوچستان حكومت بشپړ كردار تر سر ه كوي ٬ د بلوچستان ګورننس به بهتر كولې شي او په يوه اونۍ كښې به بلوچستان ايکسپورټ ډويلپمنټ بورډ جوړولې شي۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د وفاقي منصوبه بندۍ وزارت په اهتمام كښې د اړان پاکستان صوبائي مشاورتي ورکشاپ په مهال وكړه ۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير سينيټر احسن اقبال، صوبائي وزيران اوصوبائي پارلماني غړو سره سره نورو سركاري چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع مير سرفراز بګټي ووئيل په يوه اونۍ كښې به بلوچستان ايکسپورټ ډويلپمنټ بورډ جوړولې شي٬ دغسې چې صوبائي برامدات هم زيات كړې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان ګورننس به بهتر كولې شي۔ ده ووئيل د اړان پاکستان منصوبې په عمل درآمد كښې به بلوچستان تر ټولو وړاندې وي۔ د بلوچستان حكومت په سکالر شپس پروګرام كښې پسمانده ضلعو ته پام لرنه كوي ٬ مونږ له د بلوچستان ځوانانو ته يو بهتر سباون وركول دي۔