د پاکستان سکواش لوبغاړي اشعب عرفان د سينټ لوئس اوپن 2025 ټائټل وګټلو

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) اشعب عرفان د آر سي پرو سيريز په سينټ لوئس كښې د 15000 ډالرو په ايونټ كښې كاميابي ترلاسه كولو سره د هېواد نامه روښانه كړې۔ شل كلن اشعب عرفان د برتانيي لوبغاړي چارلي له په فائنل كښې 3-0 سېټس سره ماتې وركړه ۔ د سكواش د لوبغاړي د دې بريا نه وروستو په رېنكنګ كښې د 66 نه تر 57ن د بهترۍ امكان دے۔ د اشعب عرفان بريا د سكواش د روښانه سباون زېرے دے۔