د وزيراعظم شهباز شريف د ايف بي آر هيډکوارټرز دوره، د ايف بي آر افسرانو د كاركردګۍ جاج اغستو لپاره د اتومېتك ډيجيټل نظام اجراء

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اېف بي آر افسرانو د كاركردګۍ جاج اغستو لپاره د اتومېتك ډيجيټل نظام اجراء وكړه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اېف بي آر هيډ کوارټرز دوره وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ته د پرال، ډيجيټل انوائسنګ او د پرفارمنس مينجمنټ سسټم په اړه بريفنګ وركولو سره سره د اېف بي آر د نوي ډليوري يونټ دوره او چارواكو سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول اېف بي آر كښې د ډيټا په بنياد د فېصله سازۍ نظام معرفي كوٶ چې پكښې د نادرا، بينکنګ او نورو څانګو د ادائيګو او د اثاثو اغستلو ډېټا جمع كېږي٬ د اېف بي آر نړيوال معيار سره همكاره كولو او د ټېكس په بېس كښې اضافې لپاره اېف بي آر د جديد او اټومېټك نظام اطلاق لپاره اقدمات كوٶ۔ د وزيراعظم د اېف بي آر اصلاحات او ډيجيټائيزيشن وژن له مخې به په بشپړه توګه وېليو چېن ډيجيټائيز كوٶ٫ د دې نه علاوه د ډيجيټل انوائسنګ ټولې تيارۍ بشپړې شوي او ډېر زر به ئې اجراء وكړشي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول سږ كال د ټېكس ګوشوارې لا اسانې كړې شوي٬ د نوي نظام له مخې د 35 نه زياتې نورې كمپنۍ په ټېكس نظام كښې شاملې شوي۔ په دې موقع وزيراعظم د اېف بي آر افسرانو د کارکردګۍ بهترۍ او د سزا او جزاء اصولو له مخې د افسرانو د كار جاج اغستو لپاره په بشپړه توګه د اتومېتك او ډيجيټل نظام اجراء هم وكړه٬ د نظام له مخې به د افسرانو د كاركردګۍ پړتال نه وروستو دوي ته مالي ګټې او ترقي وركولې شي۔ وزيراعظم په دې موقع د اېف بي آر د نوي جوړ شوي ډليوري يونټ دوره هم وكړه په دې موقع چارواكو سره د ملاقات نه علاوه وزيراعظم د نظام جاج واغست۔ وزيراعظم د نظام ستائنه كولو سره ووئيل د اېف بي آړ د ډليوري يونټ افسران د هېواد او قام قېمتي اثاثه دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا افسران به د هېواد د ټېكس نظام عصري تقاضو سره سمولو او د هېواد په امدن كښې اضافې لپاره خپل كلېدي كردار ولوبوي۔