د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير مصدق مسعود ملك سره د كرغزستان سفير ملاقات

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير مصدق مسعود ملك سره د كرغزستان سفير آوازبيك اتاخانوف د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د ماحولياتي٬ځنګلونو٬ او توان په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته اتفاق وكړے شو ۔د موسمياتي بدلون وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي او غرئيزو ځناورو تحفظ لپاره په مهمو اقداماتو هم اتفاق وشو۔په دې موقع د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د شريكو ماحولياتي چېلنجونو مخ نيوي او د پائيدار پرمختګ اهداف سر كولو له د مرستې عزم هم څرګند كړے شو ۔ د كرغزستان سفير د پاكستان-كرغزستان بين الحكومتي كمېشن غونډه كښې ګډون لپاره د موسمياتي بدلون وزير ته رسمي بلنه هم وركړه۔ملاقات كښې د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د موسمياتي موافقت٬حياتياتي تنوع٬ د ځنګلو تحفظ او پاك توان كښې مرستې زياتولو له لوظ وكړے شو۔