مانسهره كښې د ټول پلازې سره نزدې د دوو ګاډو ټكر كښې 4 كسه ژوبل شول

مانسهره 17 اپرېل (اے پي پي)مانسهره كښې ټول پلازې سره نزدې د دوو ګاډو ټكر كښې څلور كسه ژوبل شول۔د مانسهره رېسكيو1122 وياند له مخې د اېبټ آباد ټول پلازه سره نزدې رامخې ته ټرافېكي پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 د مرستې ډلې په سمدستي توګه د پیښې ځاے ته ورسېدې۔رېسكيو اهلكارو ژوبل شيو ته ابتدائي طبي مرسته وركړه او بيا يې وروستو عبدالله روغتون ته منتقل كړل ۔