
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اېن اي او سي) په اتلسم او نولسم اپرېل د پېنډۍ پشمول د پنجاب په ځيني سيمو كښې د سخت موسمي صورتحال خبردارے جاري كړے دے ۔ د اېن ډي اېم اے وياند لخوا د زيارت په ورځ په جاري بيان كښې ووئيل شول د اټک، چکوال، ګجرات، جهلم پشمول د پنجاب په ځينې سيمو كښې جاكړ او د ږلۍ امكان دے٬ د دې نه علاوه د سيلۍ او سخت باران په سبب د پېښو اندېښنه ده۔ وياند ووئيل موسمي حالاتو نه خبر پاتې كېدو لپاره موبائل ايپ اين ډي ايم اے ډيزاسټر الرټ فالو كړې۔