
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د پېنډۍ تاجرانو د صدر ملك شاهد غفور پراچه، سينئر نائب صدر رانا کے محمود او نائب صدر سېف الله خان په اسلام آباد كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال دوي وفاقي وزير ته د رېلوے په وزير جوړېدو مباركي وركړه او د دوي په مشرۍ كښې وزارت لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔