جوډيشل کميشن آف پاکستان د جسټس عقيل احمد عباسي او د جسټس علي باقر نجفي په سپريم كورټ كښې د آئيني بنچز د ججز په توګه د غوره كولو منظوري وركړه

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) جوډيشل کميشن آف پاکستان د جسټس عقيل احمد عباسي او د جسټس علي باقر نجفي په سپريم كورټ كښې د آئيني بنچز د ججز په توګه د غوره كولو منظوري وركړې۔ د سپريم کورټ آف پاکستان د اولسي اړيكو څانګې لخوا د جاري اعلاميه له مخې د سپريم کورټ آف پاکستان د آئيني بنچز لپاره د دوه ججز نامزدګۍ لپاره د جوډيشل کميشن آف پاکستان غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې اکثريت د جسټس عقيل احمد عباسي”جج سپريم کورټ آف پاکستان” او د جسټس علي باقر نجفي، “جج سپريم کورټ آف پاکستان” د سپريم کورټ د آئيني بنچز ججز په توګه د نامزدګۍ منظوري وركړې شوه۔