
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د پوليو څخه پاكولو لپاره د اړوندو حكومتي ادارو٬نړيوالو ادارو او شراكتدارو هڅې د ستائنې وړ دي٬د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې شريك وركرز د سختو حالاتو باوجود د دې مرګونې رنځ په ضد جنګ كښې د هر وړومبي صف كردار ادا كوي٬زما پشمول ټول قام په خپلو محنتي پوليو وركرز وياړ لري۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پوليو مخ نيوي په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئېل پاكستان د پوليو څخه پاكولو لپاره د اړوندو حكومتي ادارو٬نړيوالو ادارو او شراكتدارو هڅې د ستائنې وړ دي۔باوري دې كړی شي چې د 21 اپرېل څخه د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې د پنځو كلونو څخه كم عمره هر ماشوم ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړی شي۔وزيراعظم پوليو كمپائن سره سره د نورو خطرناكو رنځونو په ضد مدافعت لپاره د معمول ويكسي نيشن ټول هېواد كښې وركول 100 فيصده د باوري كولو هدايت كښې ووئېل د پوليو مخ نيوي كمپائن په اړه تر ګراس روټ ليول خبرتيا او د كميونټي موبلائزېشن دې باوري كړی شي٬د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې شريك وركرز د سختو حالاتو باوجود د دې مرګونې رنځ په ضد جنګ كښې د وړومبې صف كردار ترسره كوي٬زما پشمول ټول قام پخپلو محنتي پوليو وركرز وياړ لري۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د 21 اپرېل څخه د پېل كېدونكې د پوليو مخ نيوي كمپائن په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې ووئيل شول په دې كمپائن كښې 45.5 ماشومانو ته پوليو څخه د بچ كېدو ويكسين وركولې شي٬ټول هيواد كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې 4 لكه 15 زره پوليو وركرز برخه اخلي۔غونډې ته ووئېل شول د وزيراعظم په سپارښتنه به د كمپائن تهرډ پارټي ويليډيشن د 28 نه تر 30 اپرېل بشپړ كړې شي۔په هېواد كښې د تېرو پوليو مخ نيوي كمپائنز نتيجو په اړه ووئيل شول چې د 10 فروري 2025 څخه تراوسه په هېواد كښې يو هم د پوليو كيس نه دې رپورټ شوے او د پوليو مخ نيوي كمپائنز د كولډ چين ټريكنګ ډيجيټل نظام له مخې مانيټر كېږي۔په غونډه كښې د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي لپاره خاص استازې عائشه رضا فاروق٬د سندھ د روغتيا صوبائي وزير ډاكټر عذر افضل٬ د څلورو واړو صوبو٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان چيف سيكرټريز او نړيوالو شراكتدارو استازو سره سره اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو