نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې هاؤسنګ وزارت٬ كميونټيز او لوكل ګورنمنټ كښې پارليماني انډر سيكرټري لارډ واجد خان ملاقات

اسلام آباد16 اپریل (اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې هاؤسنګ وزارت٬كميونټيز او لوكل ګورنمنټ كښې پارليماني انډر سيكرټري لارډ واجد خاند شورو په ورځ ملاقات كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دوي د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ نائب وزيراعظم يو قوي٬ په پراخا بنياد٬ ګڼ اړخيزه پاكستان-برتانيې شراكتدارۍ لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو او د خېرسګالۍ اړيكو ته وده وركولو كښې د برتانيې پاكستاني كميونټۍ كردار ستائېلې۔ لارډ واجد خان معاشي اصلاحات لپاره د حكومت عزم تسليم كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان په معاشي استحكام د ډاډ وړ اثرات مرتب كيږي۔