لاهور۔16 اپرېل (اے پي پي) په موټر وے ايم 4 د امين پور سره نزدې د ټرك په ټكر وهلو د موټر وے پوليس انسپكټر په حق ورسېد۔ د وياند تر مخه موټر وے پوليس افسر روډ يوزرز ته بريفننګ وركولو جې په دغه مهال ټرك نمبر jw.1778 د پټرولنګ موبائل سره تكر شو چې په نتيجه كښې يې په پټرولنګ موبائل كښې ناست انسپكټر منصور اصغر په هغه دم په حق ورسېد۔ وئېلي كېږي چې پیښه د ټرك ډرائيور ته د خوب ورتللو په سبب رامخې ته شوه ۔ ډرائيور نيولے شوے دے۔