لاهور٬ 16 اپرېل (اے پي پي) د جمعيت علماے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ كښې د جے يو آئي د مركزي مجلس عمومي دوه ورځنۍ غونډه به په 19 او 20 اپرېل لاهور كښې كېږي۔ د وياند اسلم غوري تر مخه د غونډې مشري به مولانا فضل الرحمان كوي چې پكښې به د امن و امان په محركات ٬ اثرات او پس منظر خبرو اترو سره د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او د منطقې په وضعه هم غور كولې شي ۔ به غونډه كښې د فلسطين په سيمو د اسرائيل په اوسني يرغل او په دې حقله د ګوند په تګلارې به هم د خيالاتو څرګندونه كېږي۔