كرك كښې په انډس هائي وے ټرافېكي پیښه كښې د 10 كسانو په حق رسېدو وزيراعلې د غم دړد څرګندونه وكړه

پیښور ۔15 اپرېل (اے پي پي) كرك كښې په انډس هائي وے ټرافيكې پیښه كښې د 10 كسانو په حق رسېدو د خېبر پښتونخوا وزيراعلې علي امين ګڼډا پور د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزيراعلې د حق رسېدلو كورنيو سره د يووالي او خواخوږۍ څړګندونه كولو سره د حق رسېدلو لپاره د بخښنې او د كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔دغسې وزيراعلې د ژوبل شوو لپاره هم لاس لپه كړل۔ده ضلعې انتظاميه ته ژوبل شوو ته د ښو طبي اسانيو وركولو سپارښتنه هم وكړه ۔ ده ووئېل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يوو۔