د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د بلوچستان كانسټېبلري ګاړي سره چاودنه٬ 3 اهلكار شهيدان ٬ 2 ژوبل

كوئټه۔15 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې كهنډ محسوري سره نزدې په دشت سړك د بلوچستان كانسټېبلري ګاړي سره نزدې په موټر سائيكل د اېښودې شوي ريموټ كنټرول بم چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې 3 اهلكار مړه او 2 ژوبل شول۔ د پوليس تر مخه دا پیښه هغه وخت رامخې ته شوه چې كله اهلكار د ډيوټۍ نه بېرته راروان وو ۔ پوليس او امنيتي ځواكونه د اطلاع تر لاسه كېدو سره د پیښې ځائے ته ورسېدل او شهيدان او ژوبل يئ سمدستي ځايي روغتون ته منتقل كړل چرته چې هغوي ته طبي مرسته وركړې كېږي۔ پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه ولقه كښې اغستو سره د تورنو لټون پېل كړے دے۔