
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي سېنېټر تاج حېدر تر 82 كالو عمر د ټېنس په مېدان كښې فعاله ؤ او دا د هغه د صحتمند پاتې كېدو او په زړه پورې ژوند عكاسي كوي۔ هغه د خپل ښكلي شخصيت او باوقار انداز د لارې پېژندلے شو۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير زياته كړه چې تاج حېدر په هغه شخصياتو كښې ؤ كوم چې ټول عمر يو شان پاتې شوو سادګی، شرافت او اصول پسندی د هغه د مزاج برخه وه۔ اعظم نذیر تارړ د حكومت لخوا د سېنېټر تاج حېدر كورنۍ سره غمرازي هم ښكاره كړه۔