د بي آئي ايس پي لاندې مستحق وګړو ته د ادائيګۍ په مهال د رامخې ته شوو پيښو نوټس

پېښور ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د پبلک هېلتھ انجینئرنګ وزير پختون یار خان د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې مستحق وګړو ته د ادائيګۍ په مهال د رامخې ته شوو ستونزو نوټس اغستلو سره د بنوں ډپټي كمشنر اے حميد خان ته د فوري اقداماتو هدايات جاري كړې دي۔ ده ووئيل بې وزله او مستحقين دې د ادائيګۍ په عمل كښې كوم قسم ستونزو سره مخ نه شي۔ صوبائی وزیر تاکید وكړو چې د بي آئي اېس پي د ادائيګۍ عمل دے په منظم او باعزته طريقې سره بشپړ كړے شي او مستحقو وګړو ته دې ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي