پېښور 15 اپرېل (اے پي پي) د پېښور هائيکورټ د تحريك انصاف غړو مشال اعظم او شاندانه ګلزار د مقدمو تفصيلات پحقله د درخواست سماعت د دوه كسيز بېنچ جسټس صاحب زاده اسد الله او جسټس صلاح الدين وكړو ۔ په دې موقع د مشال اعظم او شاندانه ګلزار د دوو اوونيو ضمانت منظور كړے شو۔ په دې موقع ډپټي اټارني جنرل عدالت خبر كړو چې په مشال اعظم په اسلام آباد كښې اوه مقدمې دي او د شاندانه ګلزار په ضد په اېف آئي اے كښې انکوائري روانه ده۔ ډپټي اټارني جنرل زياته كړه چې د شاندانه ګلزار په ضد په اسلام آباد كښې دوه مقدمې درج دي٬ د دې نه وروستو عدالت د نېب څخه رپورټ طلب كړو۔