کوهستان اپر۔ 15 اپرېل (اے پی پی) په کوهستان (اپر) كښې داسو ډېم ته نزدې د دوه بسونو ترمينځه د ټكر پېښې په نتتجه كښې يو شمېر كسان ژوبل شوي۔ دریسکیو 1122 کنټرول روم ته د اطلاع ترلاسه كېدو سره د ډسټركټ اېمرجنسي آفيسر مياں ظاهر په هدايت اېمبولينسز سره د طبي ډلې روان كړې شول۔ د دواړو ګاډو د ډرائيورانو په شمول مسافر نخښتې دي د كومو راويستلو له چې رېسكيو عمليات روان دي۔ د ریسکیو آپرېشن نګراني ډسټرکټ ایمرجنسی آفیسر میاں ظاهر كوي۔ د ریسکیو 1122 اپر کوهستان اهلکار ژوبل شوي كسان له اولنۍ طبي مرستې څخه وروستو ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون داسو ته منتقل كوي۔