كرك – په انډس هائي وے ترافيكي پيښه ٬ 10 مړه ٬ 8 ژوبل

پېښور ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) په كرك كښې په انډس هائي وے د ټرالر او وېن ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 8 نور ژوبل شول۔ د ډسټرکت ریسکیو افسر له مخې په انډس هائي وے لكي غنډكي ته نزدې يو مسافر وېن د ټرالر لاندې راغلو چې له امله يۍ يو شمېر مسافر ونښتل ۔ د كسانو مړي او ژوبل شوي كسان ډی اېچ کیو روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ په حق رسېدليو كسانو كښې يوه مېرمن هم شامله ده۔ په وېن كښې نښتې ژوبل شوي د هيوي مشينرۍ د لارې راوويستلې شوو۔ د ریسکیو چارواكو له مخې د ځينو حالت د اندېښمن ښودلے شي۔