باغ۔ 14 اپریل (اے پی پی) کور کمانډر ګوجرانواله لېفټېننټ جنرل سید امداد ګردیزی،اېس پی مظفرآباد سید عباس شاہ او ډسټرکټ هېلتھ آفیسر ډاکټر محسن ګردیزی د میجر سعد بن زبیر شهید پلار سردار زبېر او نورو خپلوانو سره غمرازي او د شهيد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې دوئي ووئيل د مېجر سعد بن زبېر شهید قربانی د پاکستان سلامتيا لپاره ستره قرباني ده۔ مېجر سعد شهید زړورتيا او په مړانه سره د پاكستان دننه د ترهګرو مقابله وكړه او د شهادت اعلی درجه يۍ ترلاسه كړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ميجر سعد بن زبير له په جنت الفردوس كښې لوړې درجې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي