صوبه كښې د خوراک څيزونو جوړونكو غیر رجسټرډ یونټس د رجسټریشن عمل پېل شو ،د خیبرپښتونخوا فوډ سیفټي اینډ حلال فوډ اتھارټي

پیښور ۔ 14 اپریل (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا فوډ سیفټي اینډ حلال فوډ اتھارټي صوبه كښې د خوراک څيزونو جوړونكو غیر رجسټرډ یونټس او د کارخانو رجسټریشن پېل كړے دے ۔ د فوډ اتھارټي وياند تفصيلات كښې ووئېل د خوراک مصنوعات سره ټړون لرونكو کاروباریانو لپاره د 14 اپریل نه تر 27 اپریل 2025 د رجسټرشن خصوصي كمپائن پېل كړے شوے د كوم مقصد چې صوبه كښې موجود داسې ټول د خوراك څښاك څيزونه جوړونكې یونټس او مصنوعات په قانونی دائرہ کښې راوستل دي كوم چې لا د فوډ اتھارټي سره رجسټرډ نه دي ، دغسې چې اولس ته محفوظ، معیاري او حلال خوراک باوري كړے شي۔ډائریکٹر جنرل فوډ اتھارټي واصف سعید د ټولو غیر رجسټرډ خوراک جوړونكو یونټس سره د فوډ پراډکټس په مالکان زور راوړے چې هغوي د خاص كمپائن نه ګټه پورته كړي او خپله ضلع كښې د فوډ اتھارټي عملې سره خپل اندراج وكړي