اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي) پاکستان سپر لیګ 10 كښې سبا د (نهې ) په ورځ واحد میچ د کراچي کنګز او لاهور قلندرز تر مينځه كېږي ۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې د پي ایس ایل لسم ایډیشن د سيالو لړۍ روانه ده ۔ د نهې په ورځ د لیګ په شپږم میچ كښې د کراچي کنګز او لاهور قلندرز لوبډلې به نیشنل سټیډیم کراچی كښې يو بل ته مخامخ كېږي ۔ میچ به د شپې 8 بجې شروع كېږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي ۔ د لاهور قلندرز ډله به د شاهین شاہ آفریدي په مشرۍ کښې لوبېږي، په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، عبداللہ شفیق، ډیرل مچل، سیم بلنګز، سکندر رضا، حارث رؤف او ډیوډ ویزا شامل دي ۔ د کراچۍ کنګز مشري به د آسټریليا نامتو ډیو ډ وارنر كوي۔ په نور لوبغارو كښې جیمز وینس،ټم سیفرټ ،بین میک ډرموټ ،حسن علی،ایډم ملن او زاهد محمود شامل دي ۔