لاهور۔14اپرېل(اے پی پی) د وفاق المدارس الشیعه پاکستان تر اهتمام لاندې كلن امتحانونه 19 اپرېل څخه پېل كيږي او په 22 اپرېل به پايې ته رسي۔ د ناظم امتحانات مولانا اېم تحسین لخوا د جاري شوي ډېټ شیټ له مخې د الثانویه العامه (مېټرک)، الثانوی الخاصه( اېف اے)،الشهادة العالیه (بی اے) او الشهاده العالمیه (اېم اے) به هر ورځ دوه پرچې وي۔ هره پرچه به د درېو ساعتونو وي۔ پرچې به 9 څخه تر 12 بجو او 2 څخه تر ماويګر 5 بجو وركولې شي۔ په 19 اپرېل به د قرآن ٬ تفسیر، حدیث، تاریخ، اخلاق، عقائد، په 20 اپرېل به د فقه، اصول الفقه، المنطق الادب ، په 21 اپرېل به د حدیث، صرف ، نحو، عقائد، ادب، اخلاق او په 22 اپرېل به په اولني وخت كښې د منطق، فلسفه، البلاغه ، زبانی امتحان، او په دويم وخت كښې د تجوید و قرات، حفظ قرآن، پېش نمازي ،تحقیقی مقاله او زبانی امتحان وي