
پېښور 13 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ايران صوبه سيستان كښې د 8 پاکستاني خواري كښو په قتل د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د پېښور ګورنر هاؤسد اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر د ايران په خاوره د پاکستاني خوارو كښو په قتل د تشويش څرګندونه كړي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په حق رسيدليو خواري كښو كورنيو سره غمراي او د يووالي څرګندونه كولو سره په حق رسيدليو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل دا پېښه د افسوس او غندني وړ ده،د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔