
پېښور 13 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د نوښار په تارو جبه پبي كښې د محکمه ايکسائز په اسکواډ د نامعلومو كسانو د ډزو پېښي غندنه وكړه۔ ګورنر هاؤس پېښور د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر د ډزو په نتيجه كښې د ايکسائز درې اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړي۔ګورنر د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔