
کوئټه 12 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د پیپلز ګوند انټرا پارټي انتخاباتو كښې چیئرمېن بلاول بھټو زرداری پشمول ټولو عهدیدارو له مبارکي وركړې ده۔د مباركۍ په خپل بیان كښې وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د هېواد يو معتبر او جمهوری روایات لرونكې ګوند دے كوم چې عمر له آئینی سرلوړۍ ،اولسي حقونو او وفاقی وحدت لپاره هلي ځلي كړي۔ده ووئيل په ګوند كښې دننه د جمهوری عمل تسلسل او شفاف انتخابات د دې خبري ثبوت دې چې پیپلز ګوند د جمهوریت په استحکام باور لري۔ میر سرفراز بګټی چیئرمېن بلاول بھټو زرداری، سیکرټری جنرل همایوں خان، سیکرټری اطلاعات ندیم افضل چن او سیکرټری فنانس آمنه پراچه له په کامیابۍ مبارکي وركولو سره هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔