پاکستان سپر ليګ 10 كښې به (سبا) يو ميچ د لاهور قلندرز او کوئټه ګليډي ايټرز ترمينځه كيږي

پينډۍ 12 اپرېل (اے پي پي) پاکستان سپر ليګ 10 كښې به (سبا) د اتوار په ورځ يو ميچ د لاهور قلندرز او کوئټه ګليډي ايټرز ترمينځه كيږي۔د پي سي بي د سيوري لاندې پي اېس ايل لسم ايډېشن سيالۍ رواني دي۔د اتوار په ورځ د ليګ څلورم ميچ به د لاهور قلندرز او کوئټه ګليډي ايټرز ترمينځه د پينډۍ کرکټ اسټيډيم كښې كيږي۔ ميچ به د شپې 8 بجے پېل كيږي۔ لاهور قلندرز ډلي مشري به شاهين شاه آفريدي کوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، عبدالله شفيق، ډيرل مچل، سيم بلنګز، سکندر رضا، حارث رؤف او ډيوډ ويزا شامل دي۔ د کوئټه ګليډي ايټرز مشري به سعود شکيل كوي په نورو لوبغاړو كښې مارك چيپمين، محمد عامر، رائيلي روسو، کائل جيميسن، کوسال مينډس، عقيل حسين، شعيب ملك، فهيم اشرف او ابرار احمد شامل دي۔