
منسك 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او بيلاروس ترمېنځه په اړيكو كښې پېشرفت ډېر ګټور ګرځولو سره د دواړو هېوادونو د پارليمنټيرينز د تبادلو او په پارلماني روابط كښې د لا ښه والي د خواهش څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د بېلاروس د قامي اسمبلۍ د كونسل آف ري پبلك چيئرپرسن نتاليه كوچانووا او د ايوان نمائندګان چيئرمېن ايګور سرجيينكو وليدل۔ د دواړو اړخو د پاكستان او بېلاروس پارلماني غړو ترمېنځه د اړيكو په لا وده د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دوي د دوه اړخيزه اړيكو ښه كولو لپاره په پارلماني اهميت رڼا واچوله او په ټولو څانګو كښې مرسته زياتولو لپاره ئې د خپل عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د پاكستان او بېلاروس ترمېنځه اړيكو كښې په دې وروستو كښې پېشرفت ډېر مثبت ٶ۔ ده د دواړو هېوادونو د پارليمنټيرينز د تبادلو او په پارلماني روابط كښې د لا ښه والي د خواهش څرګندونه وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير عبدالعليم خان، وفاقي وزير جام كمال او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم موجود وٶ