
منسك 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بيلاروس صدر اليګزينډر لوکاشينکو د مېلمستيا مننه كولو سره وئيلي دي چې نن د پاكستان بېلاروس په اړيكو كښې يوه يادګار ورځ ده٬ بيلاروس سره اړيكې به نوې كچې بيائيو۔ د جمعې په ورځ صدر سره د ملاقات نه وروسته خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل صدر اليګزينډر لوکاشينکو سره خوشګوار ملاقات شوې٬ زما او زما د پلاوي په مېلمستيا د ھغوي مننه كوم۔ ده ووئيل چې په ملاقات كښې مونږ د دوه اړخيزه مرستې د ټولو څانګو جاج اخستې چې پكښې سياسي، تجارتي، سرمايه کاري، او د اولس اولس سره روابط شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل په بيلاروس كښې د قامي تعمير په هلو ځلو كښې برخه اچولو لپاره د يو نيم لك نه زيات هنر مند پاكستانيان بېلاروس ته لېږلو له سلا شوے ده، زراعت او د غذائي تحفظ په څانګو كښې د مرستې اضافې او اليکټرک بسونه او زرعي مشينري جوړولو كښې ممكنه مشتركه منصوبې داسې اقدامات دي كوم چې به زمونږ د دوستۍ تل پاتي تړون په اوږدې شراكتدارۍ كښې بدلولو له معاون وګرځي۔ وزيراعظم ووئيل صدر لوکاشينکو او زه د پاکستان او بيلاروس مرسته نوې او لوړې كچې ته د رسولو خواهش لرو