وزيراعظم شهباز شريف او د بېلاروس صدر لوکا شينکو ترمېنځه دوه اړخيزه ملاقات٬ د پاکستان نه به د يو نيم لك نه زيات هنر مند ځوانان بېلاروس ته استولے شي

APP28-110425 MINSK: April 11 – President of Belarus H.E. Aleksandr Lukashenko and Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif in a bilateral meeting at Independence Palace of Belarus. APP/MAF/FHA

منسك 11 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان نه به د يو نيم لك نه زيات تربيه لرونكي هنر مند ځوانان بېلاروس ته استولے شي٬ دا پرېكړه د وزيراعظم شهباز شريف او د بېلاروس صدر لوکو شينکا ترمېنځه د جمعې په ورځ د بېلاروس په ايوان آزادي كښې د دوه اړخيزه ملاقات په مهال شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان نه به هنر مند او تربيه لرونكي ځوانانو د لېږلو پحقله لائحه ډېره زر ترتيب كړې شي۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو اتفاق وكړو چې زرعي څانګه او د زرعي مشېينرۍ د تيارۍ په حواله به په مشتركه توګه كار كولې شي۔ په ملاقات كښې د اي وهيكل٬ بسونو جوړول او د غذائي تحفظ په څانګه كښې مرسته زياتولو لپاره هم سلا وشوه۔ دواړو مشرانو د دفاعي مرستې او بزنس ټو بزنس مرسته زياتولو له هم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو مشرانو ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ او د سيمه ايزو چارو پشمول په بېلا بېلو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو د پاكستان او بېلاروس ترمېنځه د اړيكو په ټولو اړخونو په دې وروستيو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د شريكې ګټورې مرستې او اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كول له د عزم پخلې هم وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع ووئيل چې په اسلام آباد كښې تېر كال د پاك بېلاروس د مشتركه وزارتي كمېشن اتمه غونډه او سږ كال پاكستان څخه د بېن الوزارتي پلاوي د بېلاروس دورې نه وروسته د دواړو هېوادونو په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته كښې ښه پېشرفت شوې۔ ده ووئيل پاکستان بيلاروس سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيراعظم د بېلا روس په توګه هركلي او په ښه مېلمستيا د صدر لوکاشينکو مننه وكړه