
منسك 11 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د بېلاروس صدر الیګزینډر لوکاشینکو د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو پراخه موقعې رامخې ته كولو سره دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادی مرستي موقعو څخه په حقیقی معنو كښې د استفاده کولو د عزم څرګندونه كړي۔ د جمعې په ورځ وزیراعظم شهباز شریف او صدر الیګزینډر لوکاشینکو د دواړو هېوادونو ترمينځه د معاهدو او مفاهمت یادداښتونو تبادلے نه پس شريك پرېس کنفرنس ته خطاب وكړو۔ په دې موقع نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار، د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اﷲ تارړ، د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی پشمول د دواړو هېوادونو وزيران او اعلیٰ چاروكاي موجود وو۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل بايد د بېلاروس کمپنۍ په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ موقعو او ښه چاپيرچل څخه ګټه پورته كړي۔ وزیراعظم په تود هركلي كولو او ښه كوربتوب كولو د بېلاروس د قیادت مننه وكړه۔ وزیراعظم د بېلاروس پايه تخت منسك ښكلا ستائلو سره ووئيل د دې ښار چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل د بېلاروس صدر د پاکستان پلاوي له خپل فارم هاؤس كښې بلنه وركړي او د هغه بلنه د يو قيملي ری یونین په شان وه۔ وزیراعظم ووئيل پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف او د بېلاروس صدر لوکا شینکو په ګډه د پاکستان او بېلاروس ملګرتيا له وده وركړي او صدر الیګزینډر لوکاشینکو كال 2015 د پاكسان دورې دا ملګرتيا لا قوي كولو كښې مهم کردار ترسره كړې۔ وزیراعظم ووئيل دوهه اړخيزه اړيكو په اړه زموڼږ ګټورې خبرې شوي، د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستي لپاره د مفاهمتی یادداښتونو تبادله شوي، مفاهمتی یادداښتونو بدلولو ته اړتيا ده۔ ده د صدر الیګزینډر لوکاشینکو ښه قیادت ستائلو سره ووئيل د هغه په مشرۍ كښې بېلاروس په زړه پوري پرمختګ كړې۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پوري موقعي شته، د بېلاروس کمپنۍ بايد پاکستان كښې د سرمایه کارۍ موقعو او ښه ماحول څخه ګټه پورته كړي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان يو زرعی هېواد دے د كوم 65 فیصده آبادی چې كليو كښې مېشته ده او كركيلي سره تعلق لري، پاکستان او بېلاروس بايد زرعی او صنعتی څانګو كښې د يو بل تجربو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د بېلاروس زرعی آلات او مشینرۍ كښې لويه پوهه لري، زرعی پیداوار زياتولو لپاره د بېلاروس د مرستي خوښي لرو او د هغوي د تجربو څخه به استفاده کوو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د کھربونو ډالر معدنی ذخائر شته په دې اړه هم پاکستان او بېلاروس مرسته او شراکت داری کولې شي۔ وزیراعظم د پاکستان د يو نيم لكه هنرمند افرادی قوت په بېلاروس كښې کھپت لپاره د صدر لوکاشینکو د بلني مننه كولو سره ووئيل بېلاروس كښې مېشته پاکستانیان به د هېواد تعمیر او پرمختګ كښې مهم کردار ترسره كوي او غیر ملکی ترسېلات زر به زيات شي۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ټیکسټائل په څانګه كښې بی ټو بی مرسته به زياتوالې شي۔ ده ووئيل پبلك ټرانسپورټ په څانګه كښې به هم پاکستان بېلاروس څخه استفاده کوي۔ ده ووئيل اړيكو ته ودي وركولو په اړه مثبت پیشرفت د اطمینان وړ دے۔ دې څخه وړاندې د بېلاروس صدر الیګزینډرلو کاشینکو د وزیراعظم شهباز شریف د بېلاروس دورې هركلې كولو سره ووئيل بېلاروس د پاکستان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي، دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستي پراخه موقع شته، وزیراعظم شهباز شریف دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكو ته نوې اړخ ترلاسه شي۔ ده د پاکستان، بېلاروس بزنس فورم کول ودې لپاره مهم ګرځولو سره ووئيل دوه اړخيزه تجارت او اقتصادی مرستي موقعو څخه به حقیقی معنو كښې استفاده کول وي