د بېلا روس ايوان آزادي ته په راتګ د وزيراعظم شهباز شريف تود هركلے

APP11-110425 MINSK: April 11 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif inspects Guard of Honour being presented to him at Independence Palace of Belarus. APP/MAF/FHA

منسك 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بېلا روس ايوان آزادي په راتګ تود هركلے شوے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف ايوان آزادي ته په راتګ د استقباليې باضابطه دستوره وشوه۔ د بېلا روس صدر اليګزينډر لوکاشينکو د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ دواړو لارښودو يو بل سره ستړي مشي وكړل۔ د استقباليې دستوره كښې د دواړو هېوادونو قومي سرودونه وغږول شول۔ د بېلا روس د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې وزيراعظم شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د خپل پلاوي غړي د بېلا روس صدر سره معارفي كړل دغسې د بېلا روس صدر هم خپل حکومتي غړي د وزيراعظم شهباز شريف سره معارفي كړل