
منسك 11 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او بېلا روس ترمېنځه د دفاع، تجارت او ماحولياتي تحفظ پشمول په يو شمېر څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د جمعې په ورځ په لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك شوې٬ په دې لوظنامو لاسليك د وزيراعظم شهباز شريف د بېلاروس دورې په مهال شوې۔ د لاسليك په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف او د بېلاروس صدر اليګزينډر لوکا شينکو هم موجود ٶ٬ دواړو اړخونو وزيرانو د وړاندې نه د لاسليك شوې دستاوېزاتو تبادله وكړه٬ د پاكستان او بېلاروس حكومتونو د ري ايډميشن لوظنامې سره سره د دواړو هېوادونو د داخله وزارت ترمېنځه د مرستې په يوه لوظنامه لاسليك كړې٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د بېلاروس داخله وزير آئيوين کبراکوف د دستاوېزاتو تبادله وكړه٬ د پاکستان او بيلاروس د دواړو هېوادونو د دفاع وزارت ترمېنځه د مرستې په لوظنامه لاسليك شوې او په دې لړ كښې د تجارت وزير جام کمال خان او د بېلاروس د دفاع وزير وکټر خرينن د دستاويزاتو تبادله كړې٬ دواړو هېوادونو د جمهوريه بېلاروس ملټري انډسټري او دفاعي پېدوار لپاره د رياستي اتهارټۍ وزارت ترمېنځه كال 27-2025 لپاره د پوځي تكنيكي مرستې په پروګرام (روډ مېپ) لاسليك شوې۔ د مواصلاتو وزير عبدالعليم خان او د بېلاروس د ملټري انډسټري د رياستي اتھارټۍ وزير دمتري پنټس د دستاويزاتو تبادله وكړه٬ د دورې په مهال ماحولياتي تحفظ٬ پوسټل سروسز٬ بزنس سپورټ٬ تجارت ته وده وركولو او د تجاري ادارو ترمېنځه مرستې لپاره په دوه اړخيزه لوظنامو لاسليك شوي