وزيراعظم شهباز شريف د منسك د وكټري مونومنټ دوره وكړه

منسك 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د منسك وكټري مونومنټ دوره وكړه۔ وزيراعظم په وكټري مونومنټ د ګلونو څادر خپور كړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ،د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري وو۔ د يادونې وړ ده په منسك كښې وكټري مونومنټ په دوېم نړيوال جنګ كښې د حق رسېدلو عسكري اهلكارو په ياد كښې جوړ كړے شوے دے