عليم ډار په په آخري ځل د پي ايس ايل ميچونو امپائرنګ ذمه وارۍ تر سره كوي۔

پنډۍ۔10 اپرېل (اے پي پي) د باكستان نامتو امپائر عليم ډار به په آخري ځل د پي ايس ايل ميچونو كښې د امپائرنګ ذمه وارۍ تر سره كوي۔ د پاكستان سپر ليګ په لسم اېډيشن كښې 13 امپارئرز او 7 ميچ ريفريز به ذمه وارۍ تر سره كوي۔ د پي سي بي تر مخه د آئي سي سي په ايليټ پينل كښې شامل د پاكستان احسن رضا ٬ د اسټرېليا پال ريفل ٬ او د سري لنكا كمار دهرما سينا په امپائرز پېنل كښې شامل دي۔د پاكستان نه عليم ډار ٬ آصف يعقوب ٬ فېصل افريدي٬ راشد رياض او وقار هم ذمه واري لري۔ دا ټول د پي سي بي د انټر نېشنل امپائرز برخه دي۔ ياد دې وي دا به په پي سي ايل كښې د عليم ډار آخري امپائرنګ وي