کوئټه٬ د پوليس شهيد شوے اهلكار خاورو ته وسپارلے شول

کوئټه 10 اپرېل (اے پي پي) د نيو سرياب پوليس تھاڼې په حدود كښې د ترهګرو لخوا د ډزو په نتيجه كښې شهيد پوليس اهلكار خاورو ته وسپارلے شول۔ د يادونې وړ ده بېګا په ذكر شوې سيمه كښې ترهګرو د پوليس په ګزمه كونكي وېن ډزې وكړې چې پكښې سب انسپکټر عبدالولي پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان شول٬ د شهيدانو د جنازې مونځ په پوليس لائن كښې ادا كړے شو چې پكښې د صحت صوبائي وزير بخت محمد کاکړ، پارلماني سيکرټري مير لياقت علي لهړي ، د كوئټه پوليس ډي آئي جي اعزاز احمد ګورايا، ډپټي کمشنر سعد بن اسد، اېس اېس پي آپريشنز محمد بلوچ ،ايس ايس پي ټريفک بهرام مندوخيل او نورو ګډون وكړو۔