
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف به د صدر اليګزينډر لوکاشينکو په بلنه د 10 نه تر 11 اپرېل د جمهوريه بېلاروس سرکاري دوره کوي۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم سره به د اعليٰ پائې پلاوي كښې نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز نه علاوه نور وزيران او اعليٰ چارواكي هم شامل وي۔ بيان له مخې دا دوره نومبر 2024 كښې د صدر لوکاشينکو د پاکستان مهمي دورې نه پس كيږي۔د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د شريكې خوښي په څانګو كښې د پيش رفت جاج اخستلو لپاره د صدر لوکاشينکو سره خبرې كوي۔ بيان له مخې د تيرو 6 مياشتو په مهال د اعليٰ پائې دوه اړخيزه مصروفياتو سلسله روانه ده،سږ كال فروري كښې د شريك وزارتي کمېشن 8مه غونډه شوې دغسې اپرېل 2025 كښې د اعليٰ اختياراتي وزارتي پلاوي د بېلاروس دورې يو بنياد اېښودے ؤ ۔ بيان كښې وئيلي شوي هيله لرو چې دواړه ډلي به د مرستي لا زياتولو لپاره په ګڼو لوظنامو لاس وكړي۔د وزيراعظم دوره د پاکستان او بېلاروس ترمينځه قوي او روانه شراکت داري رامخې ته كوي۔