شمالي وزيرستان كښې د ميټرك امتحانات نامعلومې مودې لپاره ځنډول د زده كوونكو هلكانو او انجونو سره سخته نا انصافي ده۔٬ ميا افتخار حسېن

پیښور ۔9 اپرېل (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي صوبائي صدر ميا افتخار حسېن وئېلي دي شمالي وزيرستان كښې د ميټرك امتحانات نامعلومې مودې لپاره ځنډول د زده كوونكو هلكانو او انجونو سره سخته نا انصافي ده۔ په شمالي وزيرستان كښې د ميټرك امتحانات موخر كول او په ټوله صوبه كښې د پرائيويټ امتحاني مركزونو په منتقلۍ د اندېښنې څرګندولو سره ده ووئېل د امتحانات موخر كولو پرېكړه نه يوازې انتظامي ناكامي ده بلكې د زرګونو زده كوونكو هلكانو او انجونو تعليمي سباون د خطر سره مخ كول دي۔ ميا افتخار حسېن ووئېل د امتحانات ځنډول به نه يوازې تعليمي كال متاثره كړي بلكې زده كوونكې به د ذهني فشار او مايوسۍ سره مخ كړي۔ ده ووئېل د زده كوونكو سباون په داؤ لګولو سره د دوي نفسياتي كيفيت بيخي نظر انداز كړے شوے۔ ده ووئېل د پرائيويټ تعليمي ادارو نه د امتحاني مركزونو منتقلي غېر ذمه واره پرېكړه ده ٬ د موثره منصوبه بندۍ نه غېر په تندۍ كښې پرېكړه شوې كومه چې د ډېرې غېر سنجيدګۍ مظهر ده۔ ميا افتخار حسېبن ووئېل په امتحانات كښې د نقل مخ نيوي لپاره داسې ګامونه د پوهې نه پرته دي۔