سينيټر تاج حېدر خاورو ته وسپارلے شو

کراچۍ 09 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ مرکزي سيکرټري جنرل او سينيټر تاج حېدر د جنازې مونځ د شورو په ورځ ادا كړے شو او د دغې نه پس د حضرت عبدالله شاه غازي په اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د ارواښاد د جنازې په مونځ كښې د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، ګورنر کامران خان ټيسوري، سيد قائم علي شاه، ميا رضا رباني، شرجيل انعام ميمن، صدر نثار احمد کھوړو، وقار مهدي ، صوبائي وزيرانو سعيد غني، منظور حسين وسان او د ګوند نورو مشرانو سره د سول سوسائټۍ غړو او ځائي اولس په لويه شمېره ګډون وكړو