
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د آئي سي سي د كال 2025 ويمنز ورلډ کپ کواليفائر كښې به د زيارت په ورځ يو مېچ كېږي٬ د آئي سي سي ويمنز ورلډ کپ کواليفائر ايونټ درېم مېچ به د تھائي لينډ او بنګله ديش د وېمنز ډلو ترمېنځه په لاهور كښې كېږي او د پاكستان او سكاټ لېنډ وېمنز ډلو ترمېنځه مېچ به د جمعې په ورځ كېږي۔ د يادونې وړ ده د انټرنيشل کرکټ کونسل (آئي سي سي) د شيډول له مخې د كال 2025 ويمنز ورلډکپ کواليفائر ټورنامنټ د نهم اپرېل څخه تر 19م اپرېل په پاكستان كښې روان دے چې پكښې كوربه پاکستان، ويسټ انډيز، آئرلينډ، سکاټ لينډ، تھائي لينډ او بنګله ديش وېمنز لوبدلې شاملې دي