
کوئټه 09 اپریل (اے پي پي) د چاغي ډپټي کمشنر عطاء المنیم وئېلي دي د افغان كډوالو مرحله وار هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده ٬ د چاغي ضلعې د بېلو سيمو نه په غیر قانوني توګه مېشته افغان كډوال افغانستان ته روانولې شي ٬ په دې لړ كښې د چاغي ضلعي انتظامیه بېلا بېلو اسانيو وركولو لپاره انتظام کړے دے دغسې چې كډوال د كومې پریشانۍ سره مخ نشي ۔ ده ووئېل د كډوالو عارضي استوګنې ،د خوراك ،اوبو ٬ طبي مرستې او نور بنیادي ضروریات باوري كولو لپاره خصوصي اقدامات شوي دي ۔ ډپټي کمشنر عطاء المنیم ووئېل افغان كډوال د بشري خواخوږۍ او ورورولۍ تر مخه هېواد ته لېږو او د هر كس سره د عزت او احترام رویه ساتلې شي ،عارضي استوګنې ، د خوراك څښاك څيزونه، طبي اسانۍ او د تګ راتګ انتظامات فول پروف جوړ كړے شوي ، د حکومت په هدایت عمل کولو سره مونږ غواړو چې دا عمل په امن او ښه ډول تر سره شي۔ ده ووئېل مقامي انتظامیه ، لیویز، پولیس او نورې ادارې د دې عمل په ښه ډول تر سره كولو له شپه ورځ كار كوي ۔ عطاء المنیم اولس ته هم غږ وكړو چې د انتظامیه سره مرسته وكړي دغسې جې په دې عمل كښې كوم خنډ راپېدا نشي، په ځايي كچه جوړ ټرانزټ کیمپ كښې هره ورځ په سوونو كډوالو ته اسانۍ وركرې كېږي