اټك۔8 اپرېل (اے پي پي) افغان اے سي سي كارډ لرونكو ته تر 31 مارچ وخت وركړے شوے ؤ او د نېتې په تر سره كېدو انتظاميه او پوليس د يوې منصوبې تر مخه د غېر ملكي وګړو نيونه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ايډيشنل ډپټي كمشنر انيل سعيد خپل يو ويډيو پېغام كښې وكړه۔ ده ووئېل په هر تحصيل كښې د افغانانو پېژندګلو لپاره يو دفتر جوړ كړے شوے د كوم كار چې د پېژندګلې نه پس په پلټنو كولو هغوي اټك ته منتقل كول دي۔ په اټك ښار كښې چې پكښې بېلې ادارې ايف آئي اے ٬ هيلته ډيپارټمنټ ٬ نادره ٬ ريسكيو 1122 او پوليس شاملې دي خپلې خپلې ذمه وارۍ تر سره كوي۔ ده ووئېل اټك كېمپ ته تر اوسه 800 افغان وګري راغلي دي چې پكښې 200 د تورخم د لارې خپل هېواد ته لېږلې شوي۔اټك ضلع د پنجاب صوبې اخري ضلع ده او د ټولو ضلعو نه افغانان دلته رالېږلې شي او د ضروري كاغذي كاروائي نه پس خپل هېواد ته لېږلې شي۔